په افغانستان کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله د کابل هرات لویې لارې په ګډون مهمې ټرانزیټي لارې تړل شوې دي. دې وضعیت مسافر او چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې د کابل کندهار لاره د غزني او زابل ولایتونو ترمنځ او د کندهار هرات لاره په شینډنډ ولسوالۍ کې تړل شوې ده. له تېرې شپې راهیسې د نقلیه وسایطو تګ راتګ په بشپړه توګه درېدلی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو لارو د خلاصولو په اړه څه نه دي ویلي. په تېرو ورځو کې وژونکو سېلابونو د لسګونو افغانانو ژوند اخیستی او سړکونو او استوګنې کورونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

#لویې\_لارې #سېلابونه #افغانستان

🌐

Author