د ازبکستان د درمل جوړونې ادارې رییس کابل ته په سفر کې وویل چې په افغانستان کې د درملو ثبتول ستونزمن دي. هغه د طالبانو حکومت له چارواکو وغوښتل چې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره دا پروسه نوره هم ساده کړي.
ازبک پلاوي د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې له چارواکو سره د همکارۍ پر پراختیا او صادراتو خبرې وکړې. دوی همدا راز کابل کې د ازبکستاني درملو د معرفي کولو لپاره د یوه دایمي نندارتون د جوړولو وړاندیز وکړ.
ازبکستان هڅه کوي افغانستان ته د خپلو درملو صادرات په بې ساري ډول زیات کړي. تر دې وړاندې ازبک چارواکو افغانستان ته د پنځوس میلیون ډالرو په ارزښت د درملو د صادرولو د یوې پروژې خبر ورکړی و.
#افغانستان #ازبکستان #درمل
🌐