د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی چې وروستیو سېلابونو او بارانونو لږ تر لږه ۱۵۷ کسان وژلي دي. دا پېښې د وري میاشتې له شپږمې نېټې پیل شوي او ۲۲۹ کسان پکې ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت یوه ویاند زیاته کړه چې په دې موده کې لسګونه د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه کیلومتره سړکونه هم له منځه تللي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو له افغانانو غوښتي چې د خپل ځان ساتنې لپاره له سیندونو او سېلابونو څخه لرې پاتې شي. د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د نورو بارانونو احتمال هم شته.

#افغانستان #سېلابونه #طبیعي\_پېښې

🌐

Author