د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو له درې اویا زره څخه ډیر کسان اغیزمن کړي دي. دا اداره وایي چې د هیواد په یو دیرش ولایتونو کې سختو بارانونو درانه زیانونه اړولي دي.

د دې راپور له مخې د دغو طبیعي پیښو په پایله کې درې نوي کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي. همدارنګه زرګونه د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

اوچا ټینګار کړی چې په زیانمنو شویو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار کې د مرستو د ویش بهیر پیل شوی خو اړتیاوې خورا پراخې دي. مرستندویه ادارې هڅه کوي چې اړمنو ته بیړنۍ نغدي او غیر نغدي مرستې ورسوي.

🌐 #افغانستان #سیلابونه #اوچا #طبیعي\_پیښې

Author