سي ان ان خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس به احتمالاً د واشنګټن او تهران تر منځ د راتلونکو مهمو خبرو اترو مشري پر غاړه ولري.

د دې راپور پر بنسټ د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د ډونالډ ټرمپ زوم جرد کوشنر به په دې مذاکراتو کې چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول دي له هغه سره نږدې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر مخکې ویلي وو چې دا خبرې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ترټولو لوړه کچه ده ډېر ژر به په پاکستان کې بیا پیل شي او اسلام اباد پکې مهم رول لري.

#امریکا #ایران #پاکستان

🌐

Author