د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې له هرو پنځو کډوالو ښځو څخه چې هېواد ته راستنېږي له یوې څخه هم کمه یې د کار او عاید پیدا کولو توان لري.

دا راپور ښيي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ټولو راستنو شویو ښځو یوازې اوولس سلنه کولی شي کار وکړي چې دا وضعیت د کورنیو ترمنځ د فقر او لوږې د ډېرېدو لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د نویو مهارتونو پر زده کړه او د کاري وسایلو پر برابرولو پانګونه وکړي ترڅو هغوی وکولی شي خپل ژوند بیا جوړ کړي.

#کډوالي #ښځې #ملګري\_ملتونه

🌐

Author