د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره، داسې نښې لیدل کېږي چې اسلام آباد خپله تګلاره له مخامخ جګړې څخه پټې او نیابتي جګړې ته بدلوي. سرچینې وايي چې پاکستان د افغانستان د اوسني حکومت له مخالفو څېرو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

راپورونه ښيي چې د پاکستان استخباراتو له پخوانیو قوماندانانو، ناراضي ځواکونو او مخکنیو چارواکو سره خبرې پیل کړې دي. که څه هم دا اړیکې تر اوسه په پراخه میداني همکارۍ نه دي بدلې شوي، خو د کونړ او نورستان په څېر ختیځو ولایتونو په ناامنه کولو ځانګړی تمرکز په ډاګه لیدل کېږي.

شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان اوسنۍ موخه د رژیم نسکورول نه دي، بلکې غواړي د متمرکز جوړښت په کمزورې کولو سره د طالبانو حکومت له جدي کورنیو ننګونو سره مخ کړي. د مشروعیت بحران او اوسنیو سختو تګلارو د دې خوځښتونو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

#افغانستان #پاکستان #سیاست #امنیت

🌐

Author