په پېښور کې د طالبانو د حکومت د کونسل محب الله شاکر او یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ریاض محسود د لیدنې انځورونو د افغانانو په منځ کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. په دې لیدنه کې پاکستاني چارواکی د رسمي مېز شاته او افغان استازی په غیر رسمي ځای کې ناست دی.
فعالانو او خبریالانو د ناستې دا بڼه د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف او د ضعف نښه بللې ده. نیوکه کوونکي وايي چې ډیپلوماسي باید د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړه وي او دا ډول چلند ملي اعتبار او حیثیت ته زیان رسوي.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د کابل او اسلام آباد اړیکې ډېرې ترینګلې دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو د ایستلو او د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړي، خو د مراسمو حاشیې یې تر ډېره د پام وړ ګرځېدلې دي.
#افغانستان #پاکستان #ډیپلوماسي #طالبان
🌐