په لغمان ولایت کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې چې د یوه استوګنیز کور د چت راپریوتو له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې خواشینوونکې پیښه کې چې په دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دا کور په سیمه کې د وروستیو سختو او پرله پسې بارانونو له امله ډیر زیانمن شوی و. د دې پیښې ټول قربانیان او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو.
د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې په وروستیو میاشتو کې بېلابېلو طبیعي پیښو په هېواد کې ډیرې مرګ ژوبلې اړولې دي. سیلابونو او د کورونو د چتونو راپریوتو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
#لغمان #افغانستان #طبیعي\_پیښې #خبرونه
🌐