د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن او تهران د سولې یوه تړون ته خورا نږدې شوي دي او ممکن د دې تړون د لاسلیک لپاره پاکستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار وکړ چې تهران د خپلو غني شویو یورانیمو د زیرمو سپارلو ته غاړه ایښې ده.

لاس ویګاس ته له سفر مخکې ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دا تړون تضمینوي چې ایران به هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري. هغه د پاکستان له لوړپوړو چارواکو څخه په دې خبرو کې د مهم رول لوبولو له امله مننه وکړه او اسلام اباد یې د تړون احتمالي ځای وباله.

تیره اونۍ هم یوه امریکايي پلاوي په اسلام اباد کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې. که څه هم لومړی پړاو له کومې پریکړې پرته پای ته ورسید خو سپینه ماڼۍ په دې سیمه کې د دویم پړاو خبرو اترو لپاره پلان جوړوي.

🌐

#امریکا #ایران #پاکستان

Author