د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو جدي مالي زیانونه اړولي دي. د دې راپور له مخې، په پنځو بېلابېلو ولایتونو کې یو شپیته روغتیایي مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
له دې زیانونو سره سره، د دې مرکزونو فعالیت په بشپړه توګه نه دی درېدلی، خو د مریضانو درملنه له خنډونو سره مخ شوې ده. دغه راز سېلابونو لسګونو ښوونځیو ته هم زیان اړولی او د زده کوونکو زده کړې یې اغېزمنې کړې دي.
دې ویجاړوونکو سېلابونو د پراخو ځاني تلفاتو ترڅنګ، سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي. مرستندویه بنسټونه د بیړنیو مرستو په وېشلو بوخت دي، خو خبرداری یې ورکړی چې بودیجه کافي نه ده.
#طبیعي\_پېښې #سېلابونه #افغانستان
🌐