د ازبکستان د دولتي امنیت ادارې اعلان کړی چې له افغانستان څخه شاوخوا نهه کیلوګرامه قاچاق شوي تریاک یې کشف او نیولي دي. دا نشه یي توکي د خوارزم او سرخان دریا په ولایتونو کې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

په یوه پېښه کې امنیتي ځواکونو یو موټر ودراوه او له مسافرو څخه یې نشه یي توکي کشف کړل. نیول شوي کسان مخکې هم د نشه یي توکو د جرمونو په تور محکوم شوي وو او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د ازبکستان امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې دا نشه یي توکي له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وارد شوي وو. په وروستیو اونیو کې لسګونه کیلوګرامه چرس هم نیول شوي چې له افغانستان څخه قاچاق کېدل.

🌐 #افغانستان #ازبکستان #نشه\_یی\_توکی

Author