د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ژیل برتران اسلام آباد ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره وکتل. په دې لیدنه کې چارواکو د ترهګرۍ او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

صادق خان پر ایکس شبکې لیکلي چې دواړو لورو د ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ګواښونو پر ارزونې تمرکز کړی دی. په دې کتنه کې د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال پر موضوع هم بحث وشو او پر همغږۍ ټینګار وشو.

پاکستان تل په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتوالي او د خپلو مخالفو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو د طالبانو حکومت تل د دې ډلو ملاتړ رد کړی او د پاکستان ناامني یې د هغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

🌐 #افغانستان #پاکستان #امنیت

Author