سلګونو رسنیزو او د بشري حقونو فعالانو ملګرو ملتونو ته د یوه پرانیستي لیک په استولو سره په افغانستان کې د بندیانو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دا لیک د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ له خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لېږل شوی دی.
د دې لیک لاسلیک کوونکو د شکیب احمد نظري او حمید فرهادي په څېر د خبریالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده. دوی ټینګار کړی چې دا کسان یوازې د مسلکي فعالیتونو او اطلاع رسونې له امله د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي، چې دا د بیان د ازادۍ ښکاره سرغړونه ده.
فعالانو خبرداری ورکړی چې په زندان کې د یو شمېر خبریالانو روغتیایي وضعیت مخ په خرابېدو دی. دوی له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د دې خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو لپاره خپل ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
🌐
#بیان\_ازادي #خبريالان #افغانستان #بشري\_حقونه #طالبان