روسي چارواکو اعلان کړی چې د ایران په ترانزیتي لارو کې د نویو محدودیتونو سره سره، د افغانستان په ګډون د شمال-سویل دهلېز له لارې د توکو لېږد د پام وړ زیات شوی دی. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین دا خبره تایید کړې ده.
د هغه په وینا، د ایران په اورګاډي لارو کې خنډونو روسیه اړ کړې چې د سړکونو له بدیلو لارو ګټه واخلي. اوس مهال د سوداګریزو توکو یوه برخه د کسپین سمندرګي د لارې پر ځای د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې لېږدول کېږي.
دغه روسي چارواکي ټینګار وکړ چې د لېږدول شویو توکو کچه په چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې ده. پر ایران د امریکا او اسراییلو له وروستیو بریدونو وروسته، په سیمه کې د صادراتو او وارداتو دودیزې لارې له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
🌐
#روسیه #افغانستان #ترانزیت #سوداګري #اقتصاد