د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څېړنې ځانګړي پلاوي د خپلو مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی دی. په دې بهیر کې له لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره خبرې اترې شاملې دي.
د دې پلاوي مشر شان پارنل ویلي چې دا څېړنه د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه په معاصر تاریخ کې د تر ټولو هراړخیزې پوځي ارزونې په موخه پیل شوې ده. دې پلاوي تر اوسه په افغانستان کې د شل کلنې جګړې اړوند له نهه میلیونو ډېر اسناد په دقت سره څېړلي دي.
ټاکل شوې چې د دې بهیر وروستی راپور په راتلونکو میاشتو کې وړاندې شي. د دې ارزونې اصلي موخه د پرېکړه کولو په برخه کې د نیمګړتیاوو پېژندل او په راتلونکي کې د ورته پېښو له تکرار څخه مخنیوی بلل شوی دی.
🌐
#افغانستان #امریکا #پنټاګون #پوځي\_وتل #سیاست