د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په یوه لوی صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. په دې نړیوال نندارتون کې د نورو هېوادونو د تولیداتو ترڅنګ بېلابېل افغاني محصولات هم نندارې ته ایښودل شوي دي.

دا نندارتون د تاشکند په ښار کې جوړ شوی او شاوخوا شپیته افغاني شرکتونو پکې ګډون کړی دی. د دې غونډې اصلي موخه د مرکزي اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پراخول او د صنعت پرمختګ دی.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړل شوي دي. د لارو تړل کېدو له امله په کورنیو بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي، چې د خوړو نړیوال پروګرام هم پرې اندیښنه ښودلې ده.

#طالبان #سوداګري #ازبکستان #افغانستان

🌐

Author