پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د فدرالي پولیسو دوه غړي په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ناپېژاندو وسله والو پر دغو امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

د پاکستان پولیسو ویلي چې دا دوه سرتیري په یوه سیمه ییز بازار کې د سودا اخیستلو په حال کې وو چې په موټرسایکل سپرو وسله والو پرې برید وکړ. بریدګر له پیښې وروسته سمدستي له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.

تر دې پېښې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او پلټنې روانې دي.

#پاکستان #وسله\_وال\_برید #امنیتي\_ځواکونه

🌐

Author