د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امریکایي مذاکره کوونکي له ایران سره د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره پاکستان ته سفر کوي. ټاکل شوې ده چې دا خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي.

ښاغلي ټرمپ په یوه انټرنیټي پیغام کې ویلي چې ایران په هرمز تنګي کې په ډزو کولو سره اوربند مات کړی دی. نوموړي ادعا وکړه چې ایراني ځواکونو په دې مسیر کې د بریتانیا او فرانسې پر کښتیو بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که تهران د واشنګټن وړاندیز شوی تړون رد کړي، نو امریکا به د ایران ملکي بنسټونه په نښه کړي. هغه ګواښ کړی چې د ایران ټول پلونه او د برښنا سټیشنونه به له منځه یوسي.

#امریکا #ایران #خبرې\_اترې #پاکستان

🌐

Author