د تاجکستان چارواکو اعلان کړی چې د کاسا زر پروژې د افغانستان برخې کار به د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې بشپړ شي. ټاکل شوې چې دا لویه سیمه ییزه پروژه به په هماغه دوبي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د مرکزي اسیا اضافي بریښنا به سویلي اسیا ته انتقال کړي.
د تاجکستان د انرژۍ وزیر په یوه مهمه سیمه ییزه ناسته کې ټینګار کړی چې دا پروژه د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا او د پاکې بریښنا د صادراتو په پراختیا کې خورا مهم رول لوبوي. د راپورونو له مخې، په قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې ساختماني چارې مخکې بشپړې شوې دي.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به قرغزستان او تاجکستان د دوبي په موسم کې خپله بریښنا افغانستان او پاکستان ته وپلوري. له دې جملې څخه به ۳۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان او ۱۰۰۰ میګاواټه پاکستان ته ورکړل شي ترڅو د انرژۍ ستونزې کمې شي.
#کاسا\_زر #انرژي #افغانستان #سیمه
🌐