د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د استیناف او تمیز محکمو ته د شکایتونو د ثبتولو موده درې میاشتې ټاکلې ده. دا پریکړه د دوی د سترې محکمې لخوا خپره شوې او له خلکو غواړي چې په خپل وخت شکایتونه ثبت کړي.

د دې فرمان له مخې هغه کسان چې د لومړنیو محکمو پر پریکړو اعتراض لري باید د یوې میاشتې په اوږدو کې د استیناف محکمې ته او د دریو میاشتو په اوږدو کې تمیز محکمې ته خپل شکایتونه وسپاري. دا ګام د قضایي بهیر د چټکتیا لپاره اخیستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تیر حکومت کې د استیناف غوښتنې موده شل ورځې او د تمیز غوښتنې موده لس ورځې وه. د طالبانو حکومت له بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان ډیر پخواني قوانین لغوه کړي دي.

🌐 #افغانستان #طالبان #محکمه

Author