یو شمیر د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو د یو کمپاین په پیلولو سره د طالبانو حکومت له زندان څخه د څلورو افغان خبریالانو د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. دوی دا نیونې د بیان د ازادۍ ښکاره سرغړونه ګڼي.

حمید فرهادي، شکیب نظري، بشیر هاتف او ابوذر صارم په هغو خبریالانو کې دي چې اوس مهال په زندان کې دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت محکمې ځینې دا کسان له جاپاني او کورنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور په بند محکوم کړي وو.

د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې دا ډول نیونې په هیواد کې د رسنیو ځپل په ګوته کوي. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې خبریالانو د خوشې کیدو لپاره لا ډیر فشارونه راوړي.

🌐 #بشري\_حقونه #افغان\_خبریالان #د\_بیان\_ازادي

Author