د رویټرز خبري اژانس د سمندري امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د هرمز تنګي ته څیرمه لږ تر لږه درې کانټینر کښتۍ تر ډزو لاندې راغلي دي. یوه له دغو کښتیو څخه چې د لایبریا بیرغ لاندې روانه وه، د عمان په شمال ختیځ کې د توغندي په واسطه په نښه شوه.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ایران د سپاه پاسداران اړوند یوه چټکه کښتۍ دې کښتۍ ته نږدې شوې او بیا یې پرې ډزې کړې دي. د کښتۍ ځینو برخو ته د زیان رسیدو سره سره، له نیکه مرغه ټول عمله یې خوندي دي او هیڅ ډول چاپیریالي ککړتیا نه ده رامنځته شوې.

همدارنګه راپورونه ښیي چې دوه نورې کښتۍ هم په همدې لاره کې ګواښل شوي او ډزې پرې شوي خو زیانمنې شوې نه دي. دې بریدونو په دې مهمې نړیوالې اوبلارې کې د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه نوې اندیښنې راپورته کړې دي.

#هرمز\_تنګی #کښتۍ\_چلونه #سمندري\_امنیت #منځنی\_ختیځ

🌐

Author