د ماساچوسټ ایالت امریکايي سناتور اډ مارکي له قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لیږدولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت پلان په کلکه غندلی دی. هغه دا ګام د امریکا له افغان متحدینو سره ستر خیانت بللی دی.
په دې کډوالو کې هغه ماشومان او د پوځیانو کورنۍ شاملې دي چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. د کډوالو د ملاتړ بنسټونو په وینا، اوس مهال تر زرو ډیر افغان کډوال په قطر کې په یوه کمپ کې ژوند کوي.
دې احتمالي پریکړې د یو شمیر نورو امریکايي سناتورانو له تند غبرګون سره هم مخامخ شوې ده. دوی د دې هڅو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او په کانګو کې یې بشري وضعیت خورا کړکیچن بللی دی.
🌐 #افغان\_کډوال #امریکا #کانګو