د پولنډ حکومت د بشري حقونو د اروپايي محکمې د اخراج د درولو له حکم سره سره درې افغانان بیرته کابل ته ستانه کړي دي. دا کسان لومړی ازبکستان او بیا افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د دې کډوالو مدافع وکیلانو ویلي چې د محکمې پریکړه یې د پولنډ سرحدي ساتونکو ته خبر ورکړی و خو د ایستلو لړۍ ونه درول شوه. سرحدي ځواکونو ادعا کړې چې دا کسان د نامطلوبو کسانو په نوملړ کې وو.

په دې وروستیو کې اروپايي هیوادونو د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. راپورونه ښيي چې اروپايي ټولنه د دې بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د یوې غونډې جوړولو پلان لري.

🌐 #افغان\_کډوال #پولنډ #اجباري\_اخراج

Author