د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د خپل هیواد سمندري ځواکونو ته یې امر کړی ترڅو د هرمز په تنګي کې د ماین ایښودونکو کښتیو پر وړاندې جدي اقدام وکړي. هغه ټینګار وکړ چې هر ډول مزاحمت کوونکې کښتۍ باید سمدستي په نښه او ویجاړه شي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په دې برخه کې باید هیڅ ډول شک شتون ونلري. هغه څرګنده کړه چې امریکايي سمندري ځواکونه باید له ځنډ پرته اقدام وکړي او د دې سمندري لارې امنیت ټینګ کړي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه زیاته کړې چې په دې ستراتیژیک بندر کې د ماین پاکۍ عملیات اوس مهال دوام لري. د هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو د لیږد یوه له خورا مهمو لارو څخه شمیرل کیږي.

#امریکا #د\_هرمز\_تنګی #ډونالډ\_ټرمپ

🌐

Author