اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو سره د مرستې لپاره یې ۱۷۵ زره یورو بشردوستانه مرسته ځانګړې کړې ده. دا مالي مرسته له ۱۳ ملیونو افغانیو څخه ډیره اټکل کیږي.
ټاکل شوې چې دا بودیجه د هرات، کندهار، هلمند او غور په ګډون د هیواد په اتو ولایتونو کې شاوخوا دوولس زره کسان تر پوښښ لاندې راولي. په دې مرستو کې به نغدې پیسې، خیمې، کمپلې او اړمنو کسانو ته د روغتیايي کڅوړو ویشل شامل وي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې دا بنسټ لاهم د افغانستان لپاره یو له سترو مرستندویه ادارو څخه شمیرل کیږي. دا مرستې د طبیعي پیښو پر وړاندې د خلکو د ژوند ژغورلو او د بشري کړاوونو د کمولو په هدف وړاندې کیږي.
#اروپايي\_ټولنه #سیلابونه #افغانستان
🌐