د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې له اوولس زره هغو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې دي چې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستیو نښتو له امله زیانمنې شوې دي.
په دې بشردوستانه مرستو کې خوراکي توکي، روغتیایی تجهیزات او نور اړین توکي شامل دي. دغه مرستې د سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه همکارۍ هغو خلکو ته ویشل کیږي چې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.
د کامدېش او برګمټال لارې د جګړو له امله شاوخوا دوه میاشتې تړلې وې چې خلک یې له سختې لوږې سره مخ کړي وو. د قومي مشرانو له خبرو وروسته د لارو په لنډمهاله خلاصون سره دغو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوه.
🌐 #نورستان #سره\_میاشت #مرستې #افغانستان