د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته یې د بشري مرستو په توګه د ویټامینونو لرونکو غنمو د اوړو یوه زر ټنه کڅوړه سپارلې ده. د دغو مرستو د لومړۍ برخې د سپارلو مراسم په مزار شریف ښار کې د روسي ډیپلوماتانو په شتون کې تر سره شول.

دا مرسته د خوړو نړیوال پروګرام له صندوق سره د مسکو د ونډې یوه برخه ده، چې ټولیز مقدار یې شاوخوا څلور زره ټنو ته رسیږي. روسي چارواکو ټینګار کړی چې دا اوړه به ډېر ژر پر اړمنو افغان کورنیو وویشل شي.

روسیې تر دې وړاندې هم د طبیعي پېښو پر مهال له افغانستان سره د خوراکي توکو او خیمو مرستې کړې دي. دا هېواد د طالبانو له حکومت سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.

🌐 #روسیه #افغانستان #بشري\_مرستې #مزار\_شریف

Author