د کاناډا سناتورې ماریلو مک فډران په اوټاوا کې په یوه ځانګړې ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دې هېواد د خلکو په ریښتیني ګډون سره جوړېدای شي. هغې وویل چې له عدالت او د ټولو غږونو له اورېدو پرته تلپاتې سوله ناشونې ده.

په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د کډوالۍ بحران او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه بحث وشو. ګډونوالو د یوه ګډ روایت په جوړولو کې د ځوانانو، روڼ اندو او ښځو پر حضور او د افغانانو لپاره د یوه روښانه راتلونکي پر انځورولو ټینګار وکړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر هم په دې ناسته کې پر ډله ایز مسؤلیت ټینګار وکړ. هغې غوښتنه وکړه چې د انساني کرامت، د ښځو او نجونو حقونو او د خلکو د برخلیک ټاکلو حق ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

🌐 #بشري\_حقونه #افغانستان #افغان\_ښځې #کاناډا

Author