د پاکستان د ملي لوژستیک شرکت په بریالیتوب سره خپله لومړۍ ترانزیتي محموله له قرغزستان څخه د افغانستان خاورې له کارولو پرته د ګیلګیټ سیمې سوست وچ بندر ته انتقال کړه. دا کارګو د چین له لارې لیږدول شوې او ښیې چې اسلام آباد منځنۍ اسیا ته نوی مسیر موندلی دی.

پاکستاني چارواکو دا ګام یوه لویه سیمه ایزه لاسته راوړنه بللې ده. دا نوې بدیله لاره په وچه کې ایسار منځنۍ اسیا هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان پر ځای د پاکستان سویلي بندرونو ته مستقیم لاسرسی ولري، ځکه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لارې د سرحدي ستونزو له امله تړل شوې دي.

پاکستان هڅه کوي ځان په سیمه کې د یوه ګړندي او خوندي سوداګریز دهلیز په توګه معرفي کړي. له ازبکستان او قزاقستان سره د سوداګریزو تړونونو په لاسلیکولو سره، تمه کیږي چې د دې لارې سوداګریزه راکړه ورکړه ملیاردونو ډالرو ته لوړه شي.

🌐 #پاکستان #سوداګري #منځنۍ\_اسیا #ترانزیت

Author