د ازبکستان د اورګاډي ادارې اعلان کړی چې د حیرتان او مزار شریف په مسیر کې یې د نایب آباد په تمځای کې د زر مترو په اوږدوالي یوه فرعي پټلۍ جوړه کړې ده. د دې کار موخه د توکو د لیږد ګړندیتوب او د دوه اړخیزې سوداګرۍ ښه والی ښودل شوی دی.

دغه نوې پټلۍ د تمځای ظرفیت خورا لوړوي او د سوداګریزو توکو د بارولو او خالي کولو بهیر اسانوي. د ازبکستان د اورګاډي اداره ټینګار کوي چې افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا په نښلولو کې خورا مهم او ستراتیژیک رول لوبوي.

د نایب آباد تمځای چې پدې وروستیو کې بیا رغول شوی، کولی شي د روسیې او چین څخه د هند او پاکستان بازارونو ته د توکو د لیږد لپاره په یوه مهم مرکز بدل شي. د دواړو هېوادونو تر منځ د دې لارې سوداګري ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده.

🌐 #ازبکستان #افغانستان #اورګاډی #سوداګري

Author