امریکایي سناتور ریچارد بلومنتال له حکومت څخه وغوښتل چې د خپلو افغان متحدینو تر څنګ ودریږي او د افغانانو د وضعیت د سمون قانون ژر تر ژره تصویب کړي. هغه په قطر کې د میشتو کورنیو وضعیت د منلو وړ نه وباله.
دې سناتور ټینګار وکړ چې کانګو یا افغانستان ته د دې کسانو د ایستلو خطر شته، چیرته چې دوی به له شکنجې او مرګ سره مخ شي. دا قانون د زرګونو افغان کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو روښانه لار برابروي.
د دې لایحې د تصویب په صورت کې به د مهاجرت د ځانګړې ویزې محدودیتونه لیرې او د کډوالو حقوقي وضعیت به روښانه شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته د کډوالو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
🌐 #افغانستان #امریکا #کډوال #بشري\_حقونه