د اروپایي ټولنې د امنیتي سیاست ویاندې نابیلا مصرالي اعلان وکړ چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د دې ټولنې تعامل د دوی د په رسمیت پیژندلو په مانا نه دی. هغې وویل چې دا اړیکې یوازې د خلکو سره د مرستې لپاره دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې راپورونه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د طالبانو له استازو سره د اروپا د احتمالي ناستې خبر ورکوي. دې ګام د بشري حقونو د بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې دا تعامل له افغان ښځو سره خیانت بللی او د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده. دوی خبرداری ورکړی چې دا خبرې د بشري حقونو سیستماتیک نقض ته د مشروعیت ورکولو خطر لري.
🌐 #افغانستان #اروپایي\_ټولنه #بشري\_حقونه #ښځې