د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په تاشکند کې د بلاروس له سفیر سره وکتل او له افغانستان سره د همکاریو پر لیدلوري یې خبرې وکړې. دواړو لورو په دې ناسته کې د عملي او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز وکړ.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د ازبکستان او بلاروس ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم بحث وشو. بلاروس افغانستان ته د خپلو نفتي توکو صادرات په بې ساري ډول زیات کړي دي.

د افغانستان او ازبکستان اقتصادي اړیکې له ننګونو سره سره په پرله پسې ډول پراخې شوې او د سوداګرۍ حجم یې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی. افغانستان د ډبرو سکرو په څیر محصولات صادروي او په بدل کې یې بریښنا او تیل واردوي.

🌐 #افغانستان #ازبکستان #بلاروس #اقتصاد

Author