د طالبانو حکومت په رسمي جریده کې یو نوی قانون خپور کړی چې د دیني مبلغینو فعالیتونه تنظیموي. د دې قانون له مخې ټول مبلغین باید د حنفي مذهب پیروان وي او د دیني چارو د ښوونې ترڅنګ خلکو ته د جهاد فضیلت هم بیان کړي.
دغه قانون د مبلغینو د فعالیتونو څارنه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ته سپارلې ده. په دې توګه دیني بلنه او تبلیغ به نور په خپلواک ډول نه بلکې د دې وزارت په اداري چوکاټ کې ترسره کیږي.
نیوکه کوونکي په دې باور دي چې د داسې قوانینو خپرول پر ټولنه ایډیالوژیکي څارنه په کلکه پراخوي. خو د طالبانو حکومت دا مقررات د دیني او ټولنیزو چارو د تنظیم یوه برخه بولي.
#افغانستان #د\_طالبانو\_حکومت #نوی\_قانون #مبلغین
🌐