د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي ویلي چې دا هېواد دا مهال په یوه نازک پړاو کې دی. طارق علي بخیت په استانبول کې ټینګار وکړ چې د بشري کړاوونو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې بیړني اقدام ته اړتیا ده.

هغه وویل چې د بشري مرستو دوام، په ځانګړې توګه د خوړو خوندیتوب او روغتیا په برخو کې ډېر مهم دی. نوموړي دغه راز افغانانو ته د مرستو رسولو د بهیر د اسانه کولو په موخه پر بانکي سیستم د محدودیتونو د کمولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بخیت د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د بدیل معیشت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په موخه له نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره د خپل سازمان ژمنتیا اعلان کړه.

#افغانستان #بشري\_مرستې #نړیواله\_ټولنه

🌐

Author