د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت له ځواکونو سره وروستۍ سرحدي نښتې د اوربند جدي سرغړونه ده. د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې اسلام اباد دا پېښې له نږدې او په جدي اندېښنې سره څاري.
د هغه په وینا، د طالبانو حکومت ځواکونو د اپریل په وروستیو کې په سرحدي سیمو کې بې دلیله ډزې کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څو ملکي وګړي ټپیان شوي دي. دې تاوتریخوالي سرحدي لارې هم تړلې دي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې پر کونړ ولایت په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د دغه هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
#سرحدي\_نښتې #پاکستان #افغانستان
🌐