د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د طالبانو حکومت له چارواکو وغوښتل چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي. دا غوښتنه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د وروستي خبرداری ورکوونکي راپور په غبرګون کې شوې ده.

یونیسف په دې وروستیو کې وړاندوینه کړې چې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په دوام سره به افغانستان تر راتلونکو څو کلونو پورې د ښځینه ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ شي. ښاغلي کرزي دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو محرومول ملي وړتیا کمزورې کوي او پر بهرنیو هېوادونو د افغانستان تکیه زیاتوي. د نوموړي په باور، یوازې د ځوانانو په عمومي زده کړو سره افغانان کولی شي خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

#نجونو\_زده\_کړې #حامد\_کرزی #افغانستان

🌐

Author