د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي کابل ته د خپل سفر په پای کې د طالبانو حکومت چارواکو ته جدي خبرداری ورکړ. هغه وویل چې له زده کړو او کار څخه د ښځو بې برخې کول د هېواد د ثبات پر وړاندې لوی خنډ دی.
دغه بریتانوي دیپلومات د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنو کې ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد د خپلې نیمايي نفوس په له پامه غورځولو سره پرمختګ نشي کولی. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي پر کمولو هم ټینګار وکړ.
د بریتانیا استازي د ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د بشري حقونو پر رعایتولو ټینګار وکړ. هغه تایید کړه چې لندن د افغانانو بشري ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې یې بودیجه ځانګړې کړې ده.
#ښځو\_حقونه #بریتانیا #افغانستان
🌐