اروپایی رسنیو راپور ورکړی چې د اتریش حکومت د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د یوه نوی پلان د جوړولو په حال کې دی. د دې طرحې پر بنسټ، ایستل شوی کډوال به لومړی ازبکستان ته استول کیږی او له هغه ځایه به افغانستان ته ستانه شی.
اتریشی چارواکی په دې باور دی چې د دریم هیواد د موډل کارول به له دوی سره مرسته وکړی چې د مستقیمو اخراجونو پر وړاندې شته حقوقی خنډونه له منځه یوسی. د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دا هوکړه کولی شی د کډوالو د ستنولو بهیر لا اغیزمن کړی.
دا پریکړه په داسې حال کې نیول کیږی چې د بشری حقونو بنسټونه د حکومت طالبان تر واکمنۍ لاندې د پناه غوښتونکو د ځانی امنیت په اړه اندیښنه لری. اروپایی ټولنه هم ورته لارې چارې لټوی ترڅو اروپا ته د غیر قانونی کډوالۍ بحران کنټرول کړی.
🌐 #افغانستان #کډوالی #اتریش