سیمه ییزې سرچینې وایی چې ناپیژاندو وسله والو د کونړ ولایت په مانوګی ولسوالۍ کې د حج د زایرینو پر یوه کاروان برید کړی دی. دا زایرین له نورستان ولایت څخه د جلال اباد او کابل ښارونو پر لور روان وو چې په لاره کې ودرول شول.

وسله والو بریدګرو پر کاروان له برید وروسته د زایرینو ټول مالونه او پیسې د ټوپک په زور غلا کړې. په دې پیښه کې د ماشومانو په ګډون د کورنیو یو شمیر غړی په کلکه وهل شوی او د درملنې لپاره شفاخانه ته لیږدول شوی دی.

د سیمې اوسیدونکو دا ترخه پیښه ټکان ورکوونکې بللې او له حکومت طالبان څخه یې غوښتی چې د خلکو امنیت تامین کړی. سیمه ییزو چارواکو د دې خبر په تاییدولو سره ویلی چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دی.

🌐 #افغانستان #کونړ #امنیت

Author