په دولتی ادارو کې سرچینې وایی چې د ثور میاشتې په تیریدو سره، کارکوونکو لاهم د حمل میاشتې خپل معاشونه نه دی ترلاسه کړی. دا اوږد ځنډ د حکومت طالبان لخوا د نوی لمریز کال د بودیجې د پر وخت نه تصویب کیدو له امله رامنځته شوی دی.

دولتی کارکوونکی د سختې اندیښنې په څرګندولو سره وایی چې د دې مالی وضعیت دوام د دوی کورنۍ له لویو اقتصادی ننګونو سره مخ کړې دی. سره له دې چې بودیجه تازه تصویب شوې، خو جزئیات یې لاهم له خلکو او رسنیو څخه پټ ساتل شوی دی.

اقتصادی کارپوهان خبرداری ورکوی چې د ملی بودیجې د جزئیاتو پټول، مالی روڼتیا له منځه وړی او د اداری فساد لپاره زمینه برابروی. تر دې وړاندې هم دولتی کارکوونکو د خپلو معاشونو په ورکړه کې د څو میاشتنیو ځنډونو شکایت کړی و.

🌐 #افغانستان #اقتصاد #بودیجه

Author