د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر یا اوچا ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې وچکالۍ په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې ۳.۴ میلیونه افغانان اغیزمن کړي دي. دې طبیعي ناورین د کرنې او مالدارۍ سکتورونو ته سخت زیانونه اړولي دي.
د دې ادارې په وینا د وچکالۍ پایلو د ډیری کورنیو ورځنی اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی. مرستندویه بنسټونه دا مهال اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو په ویشلو بوخت دي خو ټینګار کوي چې لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې تر ۴۷ سلنې پورې لوړې شوې دي. دې چټکې ګرانۍ او روانو بحرانونو د عادي خلکو ژوند خورا ستونزمن کړی دی.
🌐
#وچکالي #افغانستان #مرستې