د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی دی چې د طالبانو حکومت له لوري د معتبرو او لیکلو تضمینونو له ترلاسه کولو پرته به سوداګریزې او سرحدي ستونزې حل نه شي. طاهر اندرابي ټینګار وکړ چې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو مخنیوی د اړیکو د ښه والي اصلي شرط دی.

ښاغلي اندرابي ادعا وکړه چې ترهګرې ډلې د افغانستان په دننه کې په ازادانه ډول فعالیت کوي او پر پاکستاني اهدافو بریدونه تنظیموي. هغه زیاته کړه چې دې مسلې سیاسي او امنیتي اړیکې خورا پېچلې کړې دي او د دې ډلو په کنټرول کې د طالبانو حکومت وړتیا له پوښتنو سره مخ ده.

له شته کړکېچونو سره سره، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې قومي مشرانو په دې وروستیو کې د طالبانو له شتون پرته د سولې یو تړون لاسلیک کړی ترڅو د نښتو مخه ونیسي. خو له دې سره هم د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.

#پاکستان #طالبانو\_حکومت #سرحدي\_امنیت #ډیپلوماسي

🌐

Author