اروپايي کمیسیون اعلان کړی چې قصد لري د طالبانو د حکومت چارواکي بروکسل ته وغواړي ترڅو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي. دا ناسته چې د سویډن په همغږۍ جوړیږي، د جرمي مخینې لرونکو کډوالو پر ستنولو به تمرکز وکړي.
د اروپايي ټولنې ویاند ویلي چې دا ناسته به په تخنیکي کچه ترسره شي او اوسمهال یې پر جزیاتو کار روان دی. تر دې وړاندې په جنوري میاشت کې هم د دواړو لورو ترمنځ په کابل کې یوه تخنیکي ناسته شوې وه.
اروپا ته د طالبانو د حکومت د چارواکو بلنه د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د نقض له امله له طالبانو سره د هر ډول اړیکو د بندولو غوښتنه کړې ده.
#افغانستان #کډوالي #اروپايي\_ټولنه
🌐