د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې اعلان کړی چې له دې هېواد څخه د یو شمېر افغان اتباعو ایستل، د کورنیو قوانینو د جدي نقض له امله ترسره شوي دي. دې ادارې ویلي چې دغو کسانو د استوګنې له امکاناتو سره سره، بېلابېل جرمونه کړي دي.

د تاجکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې کسانو په جرمونو کې د نشه یي توکو قاچاق، له ترهګرو ډلو سره غړیتوب، د جعلي اسنادو کارول او وژنه شامله ده. په خجند ښار کې د یوه افغان تبعه لخوا د یوې تاجکې ښځې وژنې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

سره له دې، افغان کډوال ادعا کوي چې د تاجکستان پولیسو جبري نیونې زیاتې کړې دي. د دوی په وینا، لسګونه کورنۍ حتی د قانوني اسنادو په درلودلو سره کمپونو ته لېږدول شوي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

#افغانستان #تاجکستان #کډوالي

🌐

Author