د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د تهران د وروستي وړاندیز له ردولو وروسته، له ایران سره د اوربند وضعیت په اضطراري حالت کې دی. خو هغه ټینګار کړی چې حکومت یې لاهم د یوې سیاسي حل لارې د موندلو په لټه کې دی.
ټرمپ له خبریالانو سره په خپلو وروستیو خبرو کې، د ایران اوسنی مشرتابه د نه باور وړ او بې اعتباره بللی دی. هغه زیاته کړې چې تېرې تجربې ښيي له ایران سره هوکړه ممکنه ده، خو دا هوکړې هېڅکله پایښت نه لري.
بل پلو، ایراني چارواکو د امریکا غوښتنې غیر منطقي بللې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د امریکا وړاندیزونو ته د تهران ځواب بیخي معقول و او ایران هر ډول یرغل ته ځواب ویلو لپاره چمتو دی.
#امریکا #ایران #ډونالډټرمپ
🌐