د بښنې نړیوال سازمان په هیواد کې د دریو خبریالانو پر نیول کیدو او جبري ورکیدو د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره، د هغوی د برخلیک د سمدستي روښانه کیدو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې، منصور نیازی، عمران دانش او جاوید نیازی د طالبانو د حکومت له خوا په خپل سري توګه نیول شوي دي.
دې نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې دا کړنې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو د ویرولو د پراخې لړۍ یوه برخه ده او د نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل کیږي. د بښنې نړیوال سازمان له دې خبریالانو سره د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه سخته اندیښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې مدافع وکیل ته د خبریالانو لاسرسی تضمین کړي او سمدستي یې خوشې کړي. دا مهال یو شمیر خبریالان له کوم مشخص تور پرته د طالبانو د حکومت په زندانونو کې بندیان دي.
#د\_بشر\_حقونه #خبریالان #افغانستان
🌐