وروستي راپورونه ښیي چې د طالبانو حکومت په تیره یوه میاشت کې د هیواد په لویدیځو ولایتونو کې له لس زره څخه ډیر محصلین د یوې ژمن پاڼې لاسلیک کولو ته اړ کړي دي. دا څوارلس ماده ییزه ژمن پاڼه د جامو اغوستلو، ږیرې پریښودلو او د حنفي مذهب د پیروي په اړه ده.
د دې اسنادو پر بنسټ، محصلین مکلف دي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي. د دې سند په شپږمه ماده کې له محصلینو غوښتل شوي چې په رسمي او لیکلې بڼه ژمنه وکړي چې د حنفي مذهب لارویان دي.
محصلینو د ورځ تر بلې زیاتیدونکو فشارونو څخه شکایت کړی او وایي چې اړ دي په تبلیغاتي سیمینارونو کې برخه واخلي. د پوهنتون پخوانیو استادانو خبرداری ورکړی چې په تعلیمي چاپیریال کې د ویرې زیاتیدل به د لوړو زده کړو لپاره د ځوانانو انګیزه کمه کړي.
#محصلین #د\_طالبانو\_حکومت #افغانستان
🌐